کونړ کې طالبان پر ډیورنډ کرښه د مخرب فعالیتونو مخنېوي لپاره نوې پوستې جوړوي

اطلاعات روز: کونړ کې پر ډیورنډه کرښه د طالبانو له لوري د دولت ضد فعالیتونو مخنیوي لپاره د نویو پوستو د جوړیدو هڅې روانې دي.

ختیځ کې د طالبانو د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو چارواکي وایي، د ملي دفاع وزارت په لارښوونه به د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ او نورو سیمو کې د ډیورڼد فرضي کرښه ته څیرمه د طالب ځواکونو نوې پوستې جوړې کړي.

د یادې قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي نن (یک شنبه، ۲۱ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د یاد پوستو له جوړیدو یې موخه په سیمه کې د روانکاره فعالیتونو مخنیوی او د خلکو د امنیت خوندیتوب دی.

نوموړی وایي، د یادو پوستو د جوړیدو په برخه کې د ملي دفاع وزارت ته په تمه دي، چې د جوړیدو چارې به یې ژر پیل شي.

محمدي زیاتوي:« دفاع وزارت له خوا مونږ ته ویل شوي چې د ډیورنډ کرښې د لا ښه امنیت په خاطر د نویو پوستو جوړولو امر شوی، چې په دې کار سره به په دغه سیمه کې امنیت لا ټینګ شي، ددغو سرحدي پوستو جوړولو کار به زر پیل شي او دفاع وزارت پلان لري په هغو سیمو کې چې مخکې پوستې نه وې نوې پوستې جوړې کړي.»

شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د طالبانو د حکومت له لوري د کونړ په هغو ولسوالیو کې د طالب ځواکونو شاوخوا ۳۲ نوې پوستې جوړې شوې وې، چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرتې دي.

د کونړ ځایي اوسیدونکي هم خوښ دي او وایي، که ډیورند کرښې ته څېرمه امنیتي پوستې زیاتې شي د امنیت د ټینګښت ترڅنګ به د پاکستاني لوري د وخت ناوخت مخکې راتګ او ورانکاریو مخه ونیول شي.