ننګرهار کې طالبانو په تېره یوه میاشت  کې ۲۴۶ جنایتکاران نیولې دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب ځواکونو د بیلابیلو جرمونو په تور ۲۴۶ کسان نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلې دي.

په دغه ولایت کې طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي نن (یک شنبه،۲۱ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ځواکونو په تیره یوه میاشت  په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د غلا، قتل، اختطاف، ورانکاره فعالیتونو او نورو بیلابیلو جرمونو په تور۲۴۶ کسان نیولې دي.

زابلی زیاتوي چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی چې له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

نوموړی وایي، دغه ولایت کې یې د جنایي جرمونو د مخنیوي په موخه مبارزه ګړندۍ کړې، چې موخه یې دخلکو د امنیت خوندیتوب دی.

طالبان داسې مهال د لاسته راوړنو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د جینایي جرمونو پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.