ننګرهار کې نری رنځ د تېرکال په پرتله ډیر شوی

لوی ننګرهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: په هېواد کې د شیري ناروغۍ له ډېرېدو سره پر یو وخت ننګرهار کې د نري رنځ ناروغۍ زیاتوالي روغتیا پالان اندیښمن کړي دي.

د دغه ولایت روغتیایي مسوولین وایي، چې ننګرهار کې د تیر کال په پرتله د نري رنځ یا توبرکلوز پېښو کې څو چنده ډیروالی راغلی چې زیاتره یې کم عمره ماشومان دي.

په ننګرهار کې د نري رنځ د درملنې د برخې مسول ډاکټرلطيف الله فقيري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دغه ولایت کې شاخوا ۵۴ زره کسان په روغتیایي مرکزونو کې معاینه شوي چې له ډلې یې ۵۹۵۳ تنو نتیجه مثبته ختلې چې زیاتره یې کم عمره ماشومان دي.

نوموړی پر نري رنځ د کم عمره ماشومانو اخته کيدل يوه ننګونه بولي او وایي، په ماشومانو کې د یادې ناروغۍ تشخیص ستونزمن دی،خو که وسايل په واک کې ورکړل شي د دوی اندېښنې به راکمې کړي.

ډاکټران وایي په نري رنځ د کم عمره ماشومانو اخته کیدل یوه لوبه ننګونه ده او تشخیص یې ستونزمن دی

فقیري زیاتوي: « د ننګرهار ولایت روغتیایي مرکزونو کې  د شاخوا ۵۴ زره کسان معاینه شوي چې له ډلې یې ۵۹۵۳ تنو نتیجه مثبته شوې ده، یعنې په نري رنځ اخته شوي دي، چې له جملې یې ۲۸۷۹ هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځلس کلونو کم دي، نو ویلی شو چې دغه ولایت کې د توبرکلوز ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.»

نوموړی وایي، د نري رنځ ناروغۍ له امله په دغه ولایت کې ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د اوو تنو درملنه ناکامه شوې ده.

فقیري همدا راز زیاتوي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې خپلې هلې ځلۍ ګړندۍ کړي او تازه یې د ننګرهار پنځو نورو ولسوالیو کې د توبرکلوز ناروغۍ لپاره تشخیصه مرکزونه پرانیستي دي.

ډاکټر زیاته کړه:« په ننګرهار کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص لپاره مونږ پوره چمتوالی لرو، په ننګرهار کې د نري رنځ لپاره له کابل وروسته ډیر امکانات موجود دي یعنې په ډیرو ولسوالیو کې یې د تشخیص مرکزونه لرو او هڅه کوو، پنځو نورو ولسوالیو کې هم دا خدمات فعال کړو کړو.»

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا رئيس ډاکټر امير محمد افتاب جبارخیل بیا له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه په افغانستان کې د نري رنځ ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د ننګرهار روغتیایي مسوولین وایي په ډیرو ولسوالیو کې د نري رنځ د تشخیص مرکزونه فعاله کړي او هڅه کوي چې پاتې ولسوالیو کې یې هم فعاله کړي

جبارخیل زیاتوي:«په ننګرهار کې د توبرکوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ټولو روغتیایي سازمانونو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په ادارو غږ کوو، چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پانګونه وکړي او د افغانستان روغتیایي سکټور سره خپلې مرستې زیاتې کړي، څو یاده ناروغۍ کنترول شي.»

بل لور ته روغتیاپال توریالی شینواری وایي، نرۍ رنځ یا توبرکلوز یوه ساري ناروغۍ ده او که هیوادوال روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي، پر یادې ناروغۍ د زیاتو خلکو د اخته کیدو ویره شته.

 شینواری زیاتوي: « د مالوماتو له مخې دننګرهار په ډیرو ولسوالیو کې د سل یا نري رنځ ناروغۍ د تشخیص لپاره مرکزونه شته، نو خلکو ته په کاره ده که علایم لري باید ځان معاینه کړي او همدارنګه څوک که په نري رنځ اخته وي باید روغتیایي لارښوونې عملي کړي چې نور خلک پرې اخته نشي.»

نری رنځ یوه ساري ناروغي ده چې اکثره وخت د انسان سږي پرې اخته کیږي، چې ټوخی، تبه او د شپې له خوا خوله هم ورسره مل وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې هر کال په افغانستان کې ۷۵۰۰۰ وګړي په توبرکلوز اخته کیږي، چې له ډلې یې ۱۱۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.