اطلاعات روز: د کابل-جلال اباد پر لویه لاره نن غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د دریو موټرو ټکر له امله یولس کسانو ته مرګ ژوبه اوښتې.
لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله نن (سې شنبه، ۲۳ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «درونټې » سیمه کې د ټیلر، مازدا او ټوډي موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوې دي.
نوموړی وایي، ټپيان یې د ننګرهار سیمه ئیز روغتون ته انتقال کړي، چې د ځینو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د ترافیکو د مدیر په خبره یاده ترافیکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه معلومه نده چې وژل شوي کسان څوک او د کوم ځای دي.
په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د سرک تنګوالی او د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکو اصولو نه مراعات کول هغه لاملونه ښودل شوي، چې له امله یې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.