د سويل ختيځ زون په پکتيکا ولايت کې ګڼ شمېر ديني عالمانو د يوې راټولېدنې پر مهال د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه، چې هيواد کې دې د نجونو ښوونځي ژر پيل شي.
د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو راغلو علماوو زده کړو ته د نجونو لاسرسی د هغوئ حق وباله او په دې برخه کې يې له اړونده ادارو د شته ستونزو حل غوښتنه هم وکړه.
عالمان وايي، د طالبانو حکومت دې په هغو سيمو کې هم انجونو ته د زده کړو زمينه برابره کړي، کوم چې د تېرو دوو لسيزو جګړو پر مهال له تعليم کولو بې برخې وې.
دغه عالمان په ټولنه کې د ښځو لپاره د علم تر لاسه کول له هر څه مهم وباله او وويل، چې ښځو ته په اسلامي شريعت کې هم د نارينه په څېر حق ورکړل شوی دی.
په پکتيکا ولايت کې د نجونو ښوونځيو په اړه له جوړې شوې ناستې د هيواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هرکلی کړی او دا يې له طالبانو حکومت د ټولو افغانانو مهمه غوښتنه ياده کړېده.
کرزي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې سرپرست حکومت دې د ديني عالمانو او افغان ولس دغې اړينې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو تر امر ثاني پورې بندیز لګولی او لا معلومه نده چې کله به نجونې ښوونځیو ته پریږدي.