د طالبانو نظامي محکمې ۷ تنه «انسان تښتوونکي» مجازات کړي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې نظامي محکمې يو شمېر هغه مجرمين مجازات  کړي، چې د طالبانو له نوم څخه يې ګټه پورته کوله او جرمونه يې کړې دي.

مجاهد نن (چهارشنبه، ۲۴ د وري) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې اووه تنه د تښتونې، يو تن د قتل او يو تن د جعل کاري، یو تن د غلاء او یو شمیر نور کسان په حبس او بیلابیلو سزاګانو باندې محکوم شوې دي. نوموړي د دغو کسانو د سزا په اړه نور جزیات ندي ورکړي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې د دې ډلې پوځي محکمه د هغو کسانو دوسیې څیړي او فیصلې ورباندې کوي، چې ځان د اسلامي امارت غړي بولي او بیا جرمونه ترسره کوي او د هیواد والو د ځورونې سبب ګرځي.

طالب ځواکونه د پخواني حکومت د سرتېرو او کارکوونکو په ګډون د ګڼو خلکو په وژنه او شکنجه تورن دي.

د امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د یوه تازه څېړنیز راپور له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې د دې ډلې له خوا ۴۹۰ پخواني پوځيان او دولتي چارواکي وژل شوي او یا هم نادرکه شوې دي.