ګردېز کې د ترافيکي پېښې له امله يو نظامي طالب مړ شوی

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند «بنوزيو» سيمه کې د طالبانو رينجر موټر له موټر سايکل سره ټکر کړی، چې له امله يې په دې پېښه کې موټر سايکل چلوونکی مړ شوی دی.

د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ طالب وياند عمر بدري نن پنج شنبه «۲۵، د وري» اطلاعات روز ته وويل، چې پېښه کې موټر سايکل چلونکی طالب مړ شوی او نور چاته په کې زيان نه دی اوښتی.

بدري زياتوي، چې دغه پېښه د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې، چې د هغه په خبره امنيتي کسانو د رينجر موټر چلوونکی هم نيولی دی.

دې ته ورته پېښې د سويل ختيځ زون په ځينو نورو سيمو کې هم رامنځته شوي، چې خلک يې بې احتياطي او د موټر چلوونکو کمه تجربه يادوي.