د طالبانو چیک پواینټ کې ټپي شوي ځوان روغتون کې ساه ورکړې

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د «افسرخان نيازي» په نوم هغه ځوان د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې، چې ۷ ورځې وړاندې د خوست ښار اړوند «کاروان سرای» سيمه کې د طالبانو پلټنځای ته يې د تلاشۍ لپاره موټر نه و درولی او طالبانو پرې ډزې کړې وې.

د وژل شوي ځوان يو تن نږدې ملګري ملنګ لېوال نن (شنبه، ۲۷ د وري)  اطلاعات روز ته وويل، چې افسر خان څو ورځې وړاندې له مسافري کورته راغلی و او د هغه په خبره چې له ټپي کېدو ۷ ورځې وروسته يې تېره ورځ روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړی د طالبانو له امنيتي ادارو په دې پېښه کې ښکېل کس ته د قانوي سزا غوښتنه کوي. 

هغه وويل: «افسر خان ګردېز ته تللی و، کله چې بيرته خوست ته راځي، نو دلته د کاروان سرای په نوم يو ځای دی، چې دوه سړکونه ترې تېر شوي دي يو د علیشیرو ولسوالۍ پر لوري غځېدلی او ډلي ته تللی دی.په دغه ځای کې د تېلو پمپ تر څنګ د طالبانو چک پواینټ و، نو د افسر خان چيک پواينټ ته نه و پام شوی همداسې د پمپ په طرف تېر شوی و، چې له شاه هغوئ ورباندې ډزې کړې وې.»

په همدې حال کې د خوست ولايت د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مسوولين هم دغه پېښه نه ردوي.

د يادې قومندانۍ وياند مستغفر ګربز اطلاعات روز ته وويل، چې د دې پېښې په تړاو يې يو ښکېل کس نيولی، چې د هغه په خبره اوس مهال ترې څېړنې روانې دي.

له خوست وړاندې د هيواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې د خلکو اندیښنه زیاته شوې او د دا ډول پېښو د مخنيوي غوښتنه کوي.