کونړ کې د پاکستاني توپونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي

اطلاعات روز: د کونړ ځایي اوسیدونکي وایي، تېره شپه نا وخته په شلتن ولسوالۍ پاکستاني ځواکونو د خلکو پر کورونو توپونه ویشتي چې پر مهال یې د یوې کورنۍ یوه ښځه او پنځه ماشومان وژل شوې دي.

د کونړ د شلتن ولسوالۍ یو اوسیدونکي سیدشاه وایي، په پیښه کې د یوې کورنۍ غړي وژل شوي او زیاتوي چې دغه پیښه د الوتکو د بمبار له امله رامنځته شوې.

کونړ کې د طالبانو د والي ویاند قاري نجیب الله حنیف نن (شنبه، ۲۷ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، بېګا د شپې دوه بجې د شلتن ولسوالۍ کې د خلکو کورونه د پاکستانيو ځواکونو له لوري په توپونو ویشتل شوي، چې ښځې او ماشومان پکې وژل شوي.

نوموړی وایې، دوی یو پلاوی سیمې ته استولی چې وضعیت له نیږدې وڅاري.

ځینې سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د کونړ په سرکاڼو او تورخم کې هم تر ناوخته ناپېژانده الوتکو دورې وهلې دي.

ها خوا خوست کې پاکستانيو الوتکو هوايي بریدونو کې د وزیرستاني کډوالو پنډغالی په نښه کړی او تر څنګ یې ډیورنډ کرښې ته نیږدې د طالبانو او پاکستانیو پوځیانو تر منځ جنګ روان دی.

کونړ کې پر یو شمیر سیمو داسې مهال پاکستاني ځواکونه بریدونه کوي،چې تازه د طالبانو ملي دفاع وزارت هلته د نویو امنیتي پوستو پر جوړیدو کار پیل کړی چې د ځینو یې چارې بشپړې شوې هم دي.