طالبانو طورخم کې د ۶ لکه ډالرو قاچاق مخه نیولې

اطلاعات روز: د تورخم له لارې پاکستان ته د ۶ سوه زره ډالرو د قاچاق مخنیوی شوی.

په تورخم کې طالب چارواکي وایې، له دې لارې یې پاکستان ته د شپږ سوه زره ډالرو د قاچاق مخه ونیوله.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار سید غازي الله هاشمي نن (شنبه،۲۷ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تورخم د کمیسارۍ منسوبینو یو تن چې غوښتل یې شپږ سوه زره ډالر په ډېر ماهرانه ډول له پلټنو تېر کړي او پاکستان ته یې قاچاق کړي نیولی دی.

نوموړی وایې نیول شوي کس د څیړنو پرمهال ویلي، چې غوښتل یې ډالر پاکستان ته قاچاق کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایې، د ډالرو قاچاق د قېمتونو د لوړوالې لامل ګرځي چې باید هر وخت یې جدي مخه ونېول شي.

طورخم کې داسې مهال د ډالرو قاچاق مخنیوی کېږي چې هیواد کې دننه افغانۍ د بې ثباتۍ سره مخ ده .