د افغانستان بانک وایي، پام کې لري چې دغه بانک سبا ( دوشنبه، ۲۹ د وري) ۱۳ میلیونه ډالر د ازادې سیالۍ له لارې وپلوري.
له دغه بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ۱۳ میلونه ډالر د دواطلبي له لارې په لیلام ډول پلوري.
اقتصادي کارپوهان بیا د افغانستان بانک دغه کار بازار کې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره خورا ګټور بولي.
تر دې وړاندې هم لسګونه میلونه ډالر د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره بازار ته وړاندې شوې دي.