له افغانستان سره د بشري نغدي مرستو کچه ۷۲۹ میلیونه ډالرو ته ورسېده

د طالبانو سرپرست حکومت مرکزي بانګ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د روانو بشري مرستو د یوې برخې په توګه نن (یک شنبه، ۲۸ د وري) کابل ته د ۳۲ میلیونه ډالرو پنځه ویشتمه نغدي کڅوړه رسیدلي ده.

له دې درکه د مرکزي بانک د خپرو شویو شمېرو له مخې، تر دې دمه له ۷۲۹ میلیونه ډالرو ډېرې نغدې پیسې کابل ته لېږدول شوې دي.

دغه بانک د ۳۲ میلیونو ډالرو د شلمې بستې په رارسېدو سره اعلان وکړ چې له افغانستان سره د نغدي مرستو اندازه ۵۶۹ میلیونه او شپږ سوه زره ډالرو ته رسېدلې ده. په دې وروستیو ورځو کې ۱۶۰ میلیونه ډالر د نورو ۳۲ ملیونه ډالرو پنځه کڅوړو په رسیدو سره اضافه شوي.

دغه پیسې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارل شوې دي. تر اوسنه معلومه نده چې دغه مرستې څه ډول او په کومه کچه مصرف شوې دي.

د طالبانو د حکومت مرکزي بانک له مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اغېزمن تعامل د اسانتیا په موخه یې له افغانستان سره د بانکي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ کنګل شوې او نړیوالو بانکونو ته د دغه هېواد د لاسرسي مخه ونیول شوه. دغه محدودیت افغانستان دپیسو کمښت سره مخ کړ او د ملي اسعارو د رالویدو لامل شو.

په دې وروستیو کې د نغدي مرستو په را رسیدو سره مرکزي بانک توانیدلی چې د افغانیو د ثبات لپاره څو،څو ځلي ډالر بازار ته وړاندې کړي.

ټاکل شوې دغه بانګ سبا ۱۳ میلیونه ډالر لیلام کړي.