ننګرهار کې سلګونه کسانو د پاکستان  وروستیو بریدونو غبرګون کې لاریون وکړ

اطلاعات روز: د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکو د یو لاریون پرمهال د پاکستان له لوري د کونړ او خوست ولایتونو په ځینو سیمو د پاکستان له لوري شوي بریدونه وغندل.

لاریونوالو د هغه قربانیانو انځورونه هم له ځانه سره لیږدول چې د تیرې شنبې په شپه په کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو.

لاریون کوونکو د څو ساعتونو لپاره د تورخم-جلال اباد لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول. 

د لایون یو ګډونوال عصمت الله شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه، چې د کونړ پر شلتن او ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پر ځینو ولسوالیو دې د پاکستان له لوري د ړندو مرمیو د وریدو او بمباریو مخنیوی وکړي.

عصمت الله زیاته کړه: « مرګ پر پاکستان مونږ د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو، چې له پاکستان دې د بې ګناه افغانانو بدل واخلي او دوی ته دې سخت ځواب ورکړي، مونږ پر کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستان تازه شوې بمباري غندو او دا د انساني اصولو خلاف عمل بولو، پاکستان زمونږ یو ښه ګاونډي نه بلکې د ټولو افغانانو دښمن دی او باید ورته د شویو بریدونو ځواب ورکړل شي.»

 دوی وايي کلونه کیږي چې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر کونړ او ډیورنډ فرضي کرښې ته نیږدې په ځینو ولسوالیو توغندیز بریدونه کوي، چې دا دوی ته دمنلو نه دي.

د لاریون یو بل ګډونوال ولي خان د دا ډول بریدونو پر وړاندې د ورته عمل غوښتنه کوي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې پر پاکستان فشار ډېر کړي څو له افغان ځورونې لاس واخلي.

ولي خان زیاته کړه:«پاکستان تل په خپلو بریدونو کې ملکي خلک په نښه کوي او دا کار عامو افغانانو ته د منلو وړ نه دی او د بشریت خلاف عمل دی.»

  پر کونړ او خوست د پاکستانيو ځواکونو د شنبې د ورځې هوایي بریدونو پر ټولنیزو رسنیو هم افغانان په غوصه کړي او دا یې د ټولو نړیوالو اصولو سرغړونه بللې ده.

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد شنبه د شپې ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې که پاکستان بیا ورته تېروتنې تکرار کړي، ناوړه پایلې به ولري.

نوموړي خبرداری ورکړی چې پاکستان دې په داسې مسایلو د افغانانو حوصلې نه ازمایي.

دغه راز یوناما هم پر خوست او کونړ د پاکستان د هوایي بریونو غندنه کړې او ویلي یې دي، چې ملکیان هېڅکله یو هدف نه دی او یادې ادارې په سیمه کې د حقایقو د موندلو خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د پاکستان جیټ الوتکو د افغانستان پر کونړ او خوست ولایتونو کې پر وزیرستاني کډوالو او نورو ملکي وګړو هوایي بریدونه وکړل.