پکتيکا کې ۱۰۷ ميله بېلابېل ډول وسلې نيول شوي

اطلاعات روز: د پکتیکا ځایي طالبان وایي ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې ۱۰۷ میله بېلابیل ډول وسلې کشف او ضبظ کړې دي.

د پکتيکا ولايت ځايي طالبانو نن ( دوشنبه، ۲۹ د وري) په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د کشفي راپورونو پر اساس يې د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنې، سروضې، ارګون او زيړوک ولسواليو کې ۱۰۷ ميله مختلف ډوله سپکې او درنې وسلې د دوی د ځواکونو لاسته ورغلې دي.  

خبرپاڼه کې راغلي چې په نيول شويو وسلو کې ۸۷ ميله کارمولي ټوپک، ۱۷ چردار ټوپک، ۵ ميله کلاشينکوفونه، دوه راکېټ او د دوه ميله پيکاوو تر څنګ زرګونه پايره مرمۍ هم شاملې دي.

په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د امنيت آمر جاويد بدري وايي، چې د دغو نيول شويو وسلو په تور يې ۴ کسان هم نيولي دي، چې اوس مهال ورڅخه پوښتنې روانې دي.

څه موده وړاندې د پکتيکا سربېره د سويل ختيځ زون په پکتيا، خوست او لوګر ولايتونو کې هم د ځانګړو عملياتو پر مهال ګڼې وسلې د طالبانو لاسته ورغلې دي.