زابل ولايت کې د لومړي ځل له پاره د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ شو

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: زابل کې د کرېکټ لوبغالي او اکاډمي رغنيزې چارې کابو پنځه کاله وړاندې پيل شوې وې، چې سږکال پشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د‌ کرېکټ دغه لوبغالی او اکاډمي د شاوخوا ۳۴ مېليونه افغانیو په ارزښت پر ۲۵ جريبه ځمکه جوړ شوی.

له دې وروسته به په دغه معياري او مجهز لوبغالی کې ولايتي او ملي سيالۍ د کرکټ د ولايتي او ملي لوبغاړو په شتون کې ترسره کېږي.

د زابل د کرېکټ بورډ ریيس محبوب محبت اطلاعات روز ته وويل، چې دغه لوبغالی او اکاډمي رغنيزي چارې د پخواني حکومت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري پېل او سږکال پای ته ورسېدې.

محبت وايي، د دې لوبغالي رغنيزې چارې له پيل څخه بيا تر اوسه پوري د بېلابېلو ستونزو سره مخ وې او بلاخره پای ته ورسېدې.

زابل کې د کرېکټ دغه لوبغاړی د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت جوړ کړی

د محبت په خبره، ياد لوبغالی دوه چته ودانۍ لري او پر يوه وخت ۱۰ زره نندارچيان پکې ځاېږي. او ترڅنګ یې یوه د کرېکټ اکاډمي هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه زیاتوي، « په دغه لوبغالي کې دوه پوړه معیاري ودانۍ، د نندارچیانو لپاره د ناستې ساحه، احاطوي دېوال، روزنیزه اکاډمي، مسجد او نورې اسانتیاوې موجودې دې، په دغه کرېکټ اکاډمي کې به هره ورځ سلګونه کرکټران په معياري او عصري ډول تمرينات ترسره کوي، دغه لوبغالی او اکاډمي به له سهار څخه بيا تر ماښام پوري د لوبغاړو پر مخ پرانيستې وي.»

دده په وینا، هغه لوبغاړي چې غواړي دلته لوبې ترسره کړې يو اندازه فيس به د زابل کرکټ بورډ ته ورکوي تر څو دوی خپل اقتصادي مشکلات پرې رفعه کړي.

لوبغالی په یوه وخت د ۱۰ زره نندارچیانو ظرفیت لري

د دغه لوبغالي جوړېدل به په زابل ولايت کې پر کرېکټ هم مستقيمه اغېزه وکړي.

هغه ځوان لوبغاړي چې پخوا يې خپل هوډ له لاسه ورکړی و،  اوس يو ځل بيا غواړي څو په دې برخه کې زده کړې وکړي او د کرکټ په ډګر کې وځلېږي.

د لوبغاړو له خبرو داسي برېښي چې اوس يې هيلي بيا د را‌ ژوندي کېدو په حال کې دي.

د زابل کرېکټ يو تن ځوان لوبغاړی احمد ولي سيال اطلاعات روز ته وويل، چې پخوا دوی د تمريناتو او سياليو لپاره هيڅ د لوبو ميدان نه درلود خو اوس چې دا ميدان ورته جوړ شوی د دوی ډېرې ستونزې يې حل کړې دي.

سيال وايې، کله چې دغه ميدان شتون نه درلود نو د دې ولايت ټولو لوبغاړو به په خارو کې لوبې تر سره کولې.

د سيال په خبره،« پخوا مو ستونزې ډېرې وې چا توجه نه راته کوله، موږ به په دوبې او ژمي کې په خاورو کې لوبې کولې، ان څو کله مو انتظار وکړ اخير دا دی لوبغالی راته جوړ شو، اکاډمي جوړه شوه، اوس ډیر زخمت وباسو ځکه دا میدان موږ ته جوړ شوی، موږ د تمرين ځای نه درلوده چې هلته تمرينات تر سره کړو هغه هم شکر الحمدالله دا دی جوړ شو.»

د کرېکټ لوبغاړي خوښ دي چې په يو ځای ورته لوبغالی او اکاډمي جوړه شوه

که څه هم په اوسني شرايطو کې د افغانستان کرېکټ بورډ ټاکنې تر ډېره پورې د طالبانو له خوا ترسره کېږي، خو دغه لوبغاړي له اوسني نظام څخه غوښتنه کوې څو کرېکټ په سياست ور ګډ نه کړي.

دوی وايې، مسوول کسان بايد د ورزش او سياست تر منځ توپير وکړي او مستحقو کسانو ته خپل حق ورکړي.

يو بل لوبغاړی چې له ډېرو کلونو راهيسي د کرکټ په ډګر کې لوبې ترسره کوي اطلاعات روز ته وویل، « زه ډېر خوشاله يم، ان تصور يې هم نه شم کولای، ځکه پخوا موږ میدان نه درلود، زه غواړم چې د افغانستان په سطحه لوبې وکړم، غواړم چې د افغانستان نوم ډېر وځلېږي، موږ نور ډېر کوښښ کو ځکه اوس زمینه راته برابره شوې ده.»

د يادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ له خوا اوس مهال په ګڼو ولایتونو کې د کرکټ لوبغالو د جوړولو چارې روانې دي، او دغه اداره غواړي چې په ټول افغانستان کې د کرېکټ لوبغاړو ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو وکولای شي د بېلابېلو ولایتونو څخه ملي لوبډلې ته استعدادونه جذب کړي.