انځور: ارشیف

نورستان ولایت کې یو ځوان خپل پلار په تبر وهلی او وژلی دی

اطلاعات روز: د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار په تبر وهلی او وژلی یې دی.

نورستان کې طالب چارواکی یاده پېښه تاییدوي او وایي، تیره ورځ ناوخته د دغه ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند «نیشیګرام» کلي کې د محمد یعقوب په نامه یو شل کلن ځوان د دوو نورو ملګرو په مرسته خپل پلار د تبر په ګوزارونو وژلی دی.

نورستان کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن (دوشنبه، ۲۹ دحمل/وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، امنیتي ځواکونو د یادې پښې په تور د وژل شوي کس د ځوی په ګډون درې کسان نیولې دي.

د هغه په خبره یادو کسانو پلان درلود، چې د وژل شوي پلار مشر ځوی هم په ورته ډول ووژني.

لټون زیاته کړه:« تیره ورځ ناوخته د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ په نیشیګرام کلي کې د محمد یعقوب په نامه یو شل کلن ځوان ددوو ملګرو په مشوره خپل پلار په تبر وهلی او وژلی دی، یاد کسان امنیتي ځواکونو نیولي او په خپل جرم یې اعتراف کړی.»

د والي ویاند د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یادوي.

له دې دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم یو ځوان خپله مور وژلې وه.