کندهار کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

اطلاعات روز: نن غرمه ۲ بجې او ۳۰ دقيقې په کندهار ولایت کې خلکو پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د بمبارۍ پر ضد لاریون وکړ.

د کندهار يو شمېر اوسېدونکو په خوست او کونړ د پاکستاني ځواکونو د بمبارۍ پر ضد لاريون وکړ او هغه يې په سختو ټکو وغنده.

کندهار کې د لاریون ګډونوالو په پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان پر خاوره يې تېری کړی دی.

د دې لاريون يو تن ګډونوال احمد ولي سيرت اطلاعات روز ته وويل، د طالبانو حکومت بايد د پاکستان سره د دې کار په تړاو حساب وکړي.

هغه وايې، پاکستان هر وخت د افغانستان پر خاوره تجاوز کړی خو دغه تجاوز يې تل بې ځوابه پاته شوی.

سيرت چې د ( مرګ پر پاکستان او مرګ پر پنجاب) شعارونه ورکول وایي، د طالبانو له واکمن حکومت څخه غواړو چې د پاکستان د دې کار جواب ورکري.

د‌هغه په خبره، « موږ نور نه غواړو چې د چا تر لاس لاندې ژوند وکړو او د چا غلامي وکړو، د تېرې ورځې بريد موږ په سختو ټکو غندو او بايد د افغانانو پر خاوره نور بمبارۍ و نه شي.»

د دې احتجاج يو بل ګډونوال ضيا اتل چې د پاکستان ضد شعارونه يې ورکول اطلاعات روز ته وویل، د طالبانو له حکومت غواړي چې په هر ډول وي پاکستاني ځواکونو ته دې ځواب ورکړي.

هغه وایي، د تېر حکومت پر مهال هم څو ځله د پاکستاني ځواکونو د ورته برېدونه شاهدان وو، او اوس هم دغه کار تکرارېږي.

دی وايې، افغانانو ته دې د هغوی حق ورکول شي او د پاکستان سره بايد د هغوئ د کړنو حساب وشي.

د اتل له قوله، « د بهرنيو استخباراتو هېڅ ډول مداخله په افغانستان کې نه منو، که کمزوري يو خو بيا هم د چا څخه نه ویريږو، هر ډول چې وي موږ به د پاکستان څخه د افغانانو غچ اخلو نور بس دی، موږ نور د چا غلامي نه کو.»

د یکشنبې په شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستاني پوځیانو د خوست او کونړ پر سیمو هوايي او توپچي بریدونه تر سره کړل چې پر مهال يې د خوست او کنړ ولایتونو پر ځینو سیمو کې تر ۴۰ زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې له پاکستاني ځواکونو وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته غاړه کېږدي او د افغانانو صبر ونه ازمويي.