اطلاعات روز: د کونړ څخه ځایي سرچینې وایي، چې د کونړ اسمار ولسوالۍ کې د یو مدني فعال په موټر وسله وال برید شوی او پنځه کسانو ته پکې مرګ ژبله اوښتې.
ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (دوشنبه، ۲۹ د وري) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې تیره ورځ د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې ناپيژنده وسله والو د رحمت سلام په نامه د یوه مدني فعال په موټر ډزې کړي، چې په دې ترڅ کې د مدني فعال په ګډون دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوې دي.
کونړ کې د طالبانو د والي ویاند قاري نجیب الله حنیف هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په دې وروستیو کې په ختیځ ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي او دغه چارې عام خلک سخت اندیښمن کړې دي.