ننګرهار کې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د پشه خانو ویش پېل شو

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د ملاریا د مخنیوي او کنترول په موخه د پشه خانو د ویش کمپاین پیل شو.

دننګرهار د عامې روغتیا رياست چارواکي وايي، چې د  UNDP په مالي ملاتړ يې د ننګرهار ولایت ډیورنډ فرضي کرښې ته څيرمه ولسوالیو کې  د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي او کنترول په موخه د پشه خانو د وېش کمپاين پيل کړی.

د عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دا کمپاین له مومندرې ولسوالۍ څخه پيل شوی، چې راتلونکي کې به د ننګرهار ټولو ولسواليو ته وغځول شي.

رحیمي زیاته کړه: ننګرهار کې د ملاریا د کنترول په موخه لومړی په سرحدي ولسوالیو کې لکه مومندره اولعل پوره کې اوسمهال عملآ د پشه خانو د ویشل کمپاین پیل شوی او د ویش دا لړۍ به ټولو ولایت ته وغځول شي، چې له ۶-۷میاشتو به وخت ونیسي، یاد کمپاین په دغه ولايت کې د « UNDP» په مالي ملاتړ او د «AADA »موسسې په تخنيکي همکارۍ پیل کړی.»

 رحیمي وایي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د ملاریا ناروغۍ کنترول شوې، خو د لا مخنیوي په برخه کې د پشه خانو ویش او ترې استفاده کول مهم دي.

رحیمي زیاته کړه:« ننګرهار کې د پخوا په پرتله د ملاریا ناروغۍ پېښې هم زیاتې کمې شوي او لامل یې د پشه خانو څخه استفاده کول دي، که چیرې ټول خلک له پشه خانو استفاده وکړي، نو په راتلوونکې کې به د ملاریا پېښې هم راکمې شي.»

 په همدې حال کې ولسي خلک بیا د پشه خانو د ویش په برخه کې پر شفافیت او چټکتیا ټینګار کوي.

روغتیا پالان هم په دې باور دي که د ملاریا د مخنیوي په پار پر وخت اقدامات ترسره شي نو ښايي ډېر خلک له دې ناورغۍ وژغورل شي.

دوی وایي ننګرهار چې په اوړي کې یې هوا ډېره توده وي او يو شمېر ولسوالۍ يې د سيند تر غاړې پرتې دي نو پکې د میاشو وده ډېره کېږي او د ملاريا ناروغۍ کچه هم په کې تر ډېره لوړه وي.