ارزګان کې د هاوان مرمۍ چاودنې، دوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

ارزګان کې د طالبانو سيمه يیز مسولین وايي، ددغه ولایت به مرکز ترينکوټ کې تيره ورځ د يوې ناچاوده هاوان مرمۍ چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او يو بل ټپي دی.

ارزګان ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي اطلاعات روز ته وویل، چې پيښه تيره ورځ ناوخته په مرکز ترينکوټ ديک سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي د هاوان دغه ناچاوده مرمۍ چې له تيرو جګړو څخه په سيمه کې پاتې وه او هغه مهال یې چاودنه کړې کله چې ماشومانو ورباندي لوبې کولې.

نوموړي وويل:« په دغه ماشومانو د هاوان نا چاوده ګولۍ چاودنه کړې یو ماشوم یې وژلی اوبل ټپي دی، ټپي ماشوم د ښې درملنې په موخه د کندهار ولایت روغتون ته انتقال شوی.»

د افغانستان په زياتو جنګي سيمو کې د جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي لاهم شتون لري چې نږدې هره ورځ دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.

دارزګان اوسيدونکو تردې مخکې څو ځله د طالبانو څخه غوښتنه کړې وه چې د دوی سيمې د ناچاوده توکو څخه پاکې کړي.