ننګرهار کې د یوې خصوصي راډیو مسول طالبانو نیولی دی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د «حقیقت» په نامه د یوې خصوصي راډیو مسول الهام حقیقت په شینوارو ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

د نوموړي پلار نورګلاب نن (دوشنبه، ۲۹ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ځوی یې تیره ورځ د شینوارو په ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري پر کونړ او خوست د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ترسره شوي لاریون د خبري پوښښ په موخه ورغلی و، چې له راستنیدو وروسته په شینوارو ولسوالۍ کې د طالبانو استخباراتو ریاست نیولی دی.

نوموړی وایي، نن دویمه ورځ ده چې د خپل ځوی په اړه معلومات نه لري.

بل لور ته ننګرهار کې د «اف ام» راډیوګانو د اتحادې مشر شفیق الله رحماني هم مني، چې د حقیقت راډیو مسول د طالبانو له لوري نیول شوی.

نوموړی وایي، له ځایي طالب چارواکو سره یې د هغه د نیول کیدو په اړه خبرې کړي او تمه ده، چې له څیړنو وروسته به د ورځې په اوږدو کې راخوشې کړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو خو بریالي نشولو.