یونیسف د هلمند روغتیا پالانو سره ۳۰ عرادې موټر سایکلو مرسته کړې

اطلاعات روز: په هلمند کې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو رسيدو په موخه يونيسف موسېسي ددغه ولايت عامي روغتیا ریاست، د ولسوالیو دصحت مسوولینو او د سپینو ساحو واکسیناتورانو سره د ۳۰ موټر سایکلو مرسته وکړه.

په هلمند کې د یونېسف ولایتي مسوول اینوا وایي چي  له دې ۳۰ موټرسایکلو څخه یې دولس۱۲ عرادې واکسیناتورانو، دوه عرادې دعامې روغتیا ریاست د نظارت غړو او پاتي نور یې د DHO (ولسوالیو د صحت مسولین) ته ورکول کېږي.

د اینوا په وینا  له دې مرستې څخه یې موخه داده چي تر څو د واکسیناتورانو، دصحت دمسوولینو او  دنورو ګرځنده ټیمونو اړوند ترانسپورټي ستونزي تر یو بریده حل شي او د دې ترڅنګ پر ټاکلي وخت خپلو چارو ته ورسیږي.

په ورته  وخت د هلمند دعامي روغتیا ریس ډاکټر سید احمد سعید د یونیسف له خوا د هلمند دعامې روغتیا ریاست سره د مرسته شویو موټرسایکلو له امله خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د روغتیا د ترانسپورټ په برخه کې د شوو وسايلو مرسته به د ستونزو به حل کې د پام وړ مثبت بدلون راولي.

د سعيد په خبره چې دوی به هغه کسان هم څاري چې ورته یاد موټر سايکل ورکول شوي ترڅو معلومه کړي چې د موټرسايکلو فعاليت به څومره اندازه د روغتیا په برخه کې اسانتياوي رامنځته کړې دي.

هغه وايي: « پدې سره به د دې ولایت په روغتیایې برخه کي د خلګو او روغتیایی مراکزو په شته ترانسپورټي ستونزو کي دپام وړ مثبت بدلون راشي او همدارنګه  دا موټر سایکلونه چي هر چاته سپارل  کیږي  په یاد شخص پسي ثبت او قیدیږي.»

يونيسف موسېسي تردي مخکې هم په روغتيايي برخه کې د افغانستان په نورو ولایتونو کې دغه ډول لوړ قيمت لرونکي موټر سايکلونه روغتيايي کارکوونکو ته په واک کې ورکړې دي