جلال اباد کې پر طالبانو وسله وال برید شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار دویمه ناحیه کې د یوه وسله وال برید پرمهال درې طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جلال اباد ښار یوې ځایي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (سې شنبه، ۳۰ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا لس بجې دجلال اباد ښار د دویمې ناحیې اړوند « بې بي حوا» لېسې ته څیرمه ناپيژنده وسله والو پر طالب سرتیرو ډزې کړي، چې پرمهال یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د حوزوي روغتون یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د پېښې له ځایه ورته یو جسد او دوه ټپیان ور وړل شوي چې ټول طالب جنګیالي دي.

ومو غوښتل په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له زیاتو هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشولو. تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.