د طالبانو سرپرست حکومت ته په خپله خوښه د وسلو سپارل

اطلاعات روز: کونړ او نورستان کې عامو خلکو په خپله خوښه زرګونه میله وسلې او دولتي وسایط طالب ځواکونو ته سپارلي دي.

 ختیځ کې د طالبانو ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکي وايي، په تیرو دوو میاشتو کې په کونړ او نورستان ولایتونو کې عامو خلکو زرګونه میله وسلې او دولتي وسایط په خپله خوښه طالب ځواکونو ته سپارلي دي.

د یادې قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په سپارل شویو مهماتو کې (۳۳۸)  میله وسلې ، ۸۳ دولتي وسایط او ګڼ شمیر نور حکومتي تجهیزات عامو خلکو په خپله خوښه دوی ته سپارلي دي.

نوموړی همداراز وایي، یادې وسلې او وسایط د تحول پرمهال د عامو خلکو له لوري له دولتي ځایونو وړل شوي وو.

محمدي زیاته کړه:« په تيرو دوو مياشتو کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د هیئت او د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د لومړۍ سرحدي لوا مسوولينو په هڅو د کونړ او نورستان ولايتونو خلکو د بيت المال اړوند هغه (۳۳۸) ميله سپکې او درنې وسلې (۸۳) عرادې وسايط (۸۵۰۰۰۰) فيره بيلا بيل مهمات او ګڼ شمېر نظامي تجهيزات چې د تحول پرمهال يې له ځان سره وړي وو بيرته يې پخپله خوښه مسوولينو ته سپارلي دي.»

نوموړي همداراز له هغه کسانو هم وغوښتل چې لا هم ورسره  وسلې، وسایط او یا نور حکومتي وسایل موجود دی تر هغه وړاندې، چې امنیتی ځواکونه یې ترې تر لاسه کړي خپله دې اړونده ادارو ته وسپاري. 

محمدي زیاتوي: « که چيرې هر چا سره د بیت المال اړوند وسلې او مهمات موجود وي نو پخپله خوښه دې مربوطه مسوولينو ته وسپاري او دا د ټولو خلکو مسوولیت دی، که چیرې له چا سره دولتي وسلې او مهمات او یاد وسایط موجود وي او په خپله خوښه یې ونه سپاري امنیتي ځواکونه به یې ترې د تالاشیو پرمهال ترلاسه کړي او همداراز د وسلو د سپارلو لړۍ لاهم دوام لري.»

بل لور ته عام خلک هم د یادې پروسې هرکلی کوي، خو غوښتنه یې داده، چې د هغه چا کورونه دې وپلټل شي، چې د تېر حکومت د سقوط پر مهال یې له نظامي ځایونو وسلې او وسایط پټ کړي.