طالبانو ارزګان کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی

طالبانو ارزګان کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د سه شنبې په ورځ یې د ترینکوټ ښار اړوند شامنصور سیمه کې د دادالله په نوم یو کس د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی.

ارزګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند قاري اغاولي قریشي اطلاعات روز ته وویل، چې انسان تښتوونکو لومړی له یاد کس څخه ۴۵ زره کالدارې اخیستي او وروسته یې ددغه کس د وژلو هڅه کوله چې د طالبانو له لخوا ونیول شول.

قریشي وایي، د ترینکوټ دریمې حوزې طالبانو په دې تړاو درې تنه نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تردې مخکې هم په ورته پیښو کې انسان تښتوونکو ملکي کسان د خپلو سیمو څخه په یوه او بله بهانه تښتولي او بیایي د پیسو په بدل کې خوشې کړي او یا وژلې دي.

واک ته دطالبانو رسیدو وروسته ځینې خلکو د اقتصادي ستونزو له امله په ګڼو جرمونو لاس پورې کړې دی.