د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د کابل په لویدیځ کې پر ښوونیز مرکزو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې « پر ماشومانو او تعلیمي مرکزو بریدونه له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده.
د یونیسف اجرایوي مشرې کاترین رسل په یوه بیان کې ویلي، هغه « وحشیانه بریدونو» چې د کابل په لویدیځ کې د ښوونځي ماشومان په نښه کړل، خواشینې کړې.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
اغلې رسل پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ماشومانو ساتنه وکړي.
هغې ویلي، په ماشومانو او تعلیمي ادارو بریدونه د بشري حقونو څخه یوه جدي سرغړونه ده.« ښوونځي د زده کړې یواځیني ځایونه دي. داسې مرکزونه باید د سولې او پناه ځایونه وي.»
د کابل په لوېديځ کې د هزاره ګانو سيمه پرون سهار د درېو جلا جلا چاودنو شاهده وه. په دغه چاودنو کې د یوه دولتي ښوونځي او ښوونیز مرکز زده کوونکي په نښه شول.
طالبان وايي، په دغو بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي، خو د روغتون شمېرې ښيي چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي. دغو بریدونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي دي.