کونړ طالبان وایي، د یوه پرمختللي «رادار سیستم» قاچاق مخه یې نیولې

اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د عملیاتو پرمهال پاکستان ته د وسلو د قاچاق ترڅنګ د یو پرمختللي « رادار سیستم» د قاچاق مخنیوی کړی.

کونړ کې د طالبانو د والي ویاند قاري نجیب الله حنیف نن (پنجشنبه، ۱ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پرمهال لسګونه میله سپکې او درنې وسلې چې پاکستان ته قاچاق کیدلې نیولي دي.

نوموړی وایي، د نیول شویو وسلو ترڅنګ یو پرمختللی« رادار سیستم »هم شامل دی چې د کونړ له لارې پاکستان ته قاچاق کیده.

هغه همداراز وایي، له دغه رادار سیستم څخه به امریکایي ځواکونو د تیر حکومت پرمهال کار اخیسته.

له دې وړاندې هم د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو پآکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې وه.