یونیسف: پر خوست او کونړ د پاکستان هوایي بمبارۍ له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي

 افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونیسف) استازی محمد اګ ایویا،  په خپل تویټر پاڼه لیکلي، پر خوست او کونړ د پاکستان هوایي ځواکونو بریدونو شل ماشومان وژلي دي.

ایویا وایي، ۱۲ نجونې او درې هلکان په خوست او درې هلکان او دوه نجونې کونړ کې وژل شوي دي.

نموړي زیاته کړې دغه ماشومان په خپلو کورونو کې په داسې حال کې وژل شوي چې په خوب ویده وو.

پاکستاني پوځ  د وري د میاشتې په ۲۷ مه نیټه د خوست په « سپیرې» ولسوالۍ کې څو کلي او د کونړ په «شلتن» ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضی کرښې ته نږدې د استوګنې کورونه په نښه کړل.

د طالب چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي. ویل کیږي چې په قربانیانو کې اکثره ښځې او ماشومان دي.

دغه بریدونو پراخ غبرګونونه راوپارول. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست استازي نصیر احمد فایق د پاکستان د بریدونو په تړاو امنیت شورا کې خپل شکایت ثبت کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې په یوه ټوېټ کې پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې «دا ډول تېروتنه» دې بیا نه تکراروي.

د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې ګڼو هیواد والو لاریونونه وکړل او دا بریدونه یې پر افغانستان ښکاری تیری وباله.