انځور: اکسپرس تریبیون

شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان او پاکستان پر پوله په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د «ترهګرو» په برید کې لږ تر لږه درې پوځیان وژل شوي دي.

د ایکسپرس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان پوځ نن (شنبه، ۳ د غویي) په یوه بیان کې ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو ځوابي برید کې«ترهګرو» ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغه راپور له مخې په وژل شویو عسکرو کې حوالدار تیمور (۳۰ کلن د جهلوم اوسیدونکی)، نایک شعیب (۳۸ کلن د اټک اوسیدونکی) او سپوي ثاقب نواز (۲۴ کلن د سیالکوټ اوسیدونکی) شامل دي.

د پاکستان پوځ ویلي، برید د افغانستان له خاورې شوی دی.

د پاکستان پوځ بیانیه کې راغلي:«دترهګرو لخوا د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد فعالیتونه دا هیواد په کلکو ټکو غندي او له افغان حکومت (طالبانو) څخه تمه لري چې په راتلونکي کې د دا ډول فعالیتونو اجازه ور نه کړي.»

څه موده وړاندې اووه پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې په یوه برید کې وژل شوي وو.  پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی وو.

پاکستان ددغه بریدونو وروسته د افغانستان پر کونړ او خوست ولایتونو بمباري وکړه، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، «ترهګر د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې دننه د فعالیتونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي.»  تر دې مخکې هم دغه وزارت طالبانو ته د پاکستاني طالبانو په تړاو د پټن ځای په ورکولو خبرداری ورکړی و او له کابل څخه غوښتنه کړې وه چې پوله خوندي کړي.