بدخشان ولایت کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
دغه چاودنه نن (یکشنبه، ۴ د غویي) غرمه مهال د بدخشان مرکز فیض اباد ښار «باغ شاه» سیمه کې شوې ده.
یو ځايي خبريال وايي، چاودنه د مقناطيسي ماين له امله شوې او د بدخشان د کانونو او پټروليم رييس مولوي عبدالفتاح موټر يې په نښه کړی دی.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې د کانونو رییس وژل شوى او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.