یونیسف: تېره یوه اوونۍ افغانستان کې تر ۵۰ ډېر ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې تر ۵۰ زیاتې نجونې او هلکان په یو لړ بریدونو کې وژل شوي دي.

د یونیسف سیمه‌ییز مشر جورج لاریا-ادجي نن (یکشنبه، ۴ د غویي) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د جمعې په ورځ د کندز په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه څلور ماشومان ووژل او یو شمیر نور یې ټپیان کړل.

هغې لیکلي،«یوازې په یوه اونۍ کې، په افغانستان کې د [بشري] حقونو د سرغړونو په لړ کې له ۵۰ زیاتې نجونې او هلکان وژل شوي دي.»

هغه وویل، ګومان کېږي چې د تیرې اونۍ په بریدونو کې د ماشومانو مرګ ژوبله تردې هم زیاته وي.

جورج لاریا-ادجي ټینګار کوي چې د ماشومانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د سه شنبې سهار (۳۰ د وري) د کابل لوېدیځ هزاره سیمه د دریو جلا جلا چاودنو شاهده وه.  لومړۍ چاودنه د ممتاز په ښوونیز مرکز کې وشوه.  دوه نورې چاودنې، چې ویل کېږي د ځانمرګي بریدونو له امله رامنځته شوې، د شهید عبدالرحیم لېسې مخې ته وشوې.  په دې چاودنه کې لسګونه کسانو ته چې ډیری یې زده کوونکي وو، مرګ ژوبله واړوله.

د جمعې په ورځ (۲ د غویي) غرمه مهال د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جومات کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې لمونځ کوونکو د مدرسې طالبانو سره د جمعې له لمانځه وروسته د ذکر حلقه جوړه کړې وه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، په دغه بريد کې د ماشومانو په ګډون ٣٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٤٣ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د پاکستان پوځ  ۲۷ د وري د خوست «سپیرې» ولسوالۍ په څو کلیو او د کونړ په «شلتن» ولسوالۍ هوايي بمبارۍ وکړې چې د ماشومانو په ګډون یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي محمد اګ آیویا، ویلي وو چې په دغه بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.