د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په خپله تویټر پاڼه لیکلي، په پاکستان کې بند پاتې افغانان کولای شي د اپریل میاشتې تر ۲۹ مې نیتې پر تذکرو افغانستان ته واوړي.
نوموړي ویلي، چې یوازې ناروغان کولای شي له ویزې پرته د تورخم له لارې پاکستان ته سفر وکړي.
ورته مهال د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه نن (دوشنبه، ۵ د غویي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تورخم کې له فرضي کرښې هغې غاړې ته له پښتونخوا او يو شمېر نورو سيمو راغلي هغه افغان مسافر چې څو ورځې بند پاتې و او په تذکره د تګ اجازه نه ورکول کېده نن بیرته خپل هیواد ته راستانه شول.
خبرپاڼې زیاته کړې چې، ډېر ژر به له کرښې پورې غاړې نور بند پاتې افغان مسافر هم په تذکرو د کرښې دې غاړه را واوړي.
پاکستان څه موده وړاندې افغانستان ته په تذکرو تګ بند کړى و، چې له کبله يې خلک له لويې ستونزې سره مخ و.