ارزګان کې توپاني بادونو او سیلابونو د سر او مال زیانونه اړولي

اطلاعات روز: ارزګان کې سيمه ييز چارواکي وايي، د تيرو څو ورځو راهیسي د تېز بادونو او سیلابونو راوتلو له امله د ارزګان مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي.

په ارزګان کې د طالبانو د طبعي پيښو پروړاندي د مبارزي ريیس مولوي خالد اطلاعات روز ته وويل چې په شهيد اساس ولسوالۍ کې د سيلابونو راوتلو له امله د  عامو خلکو ۴۰ کورونه په بشپړ ډول زيانمن شوي دي.

دی وايي، دامهال دوی د يو شمير موسېساتو د مسوولينو سره په خبرو بوخت دي ترڅو زيانمن شوو کسانو ته مرستې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «په شهيد اساس ولسوالۍ کې د ملکي خلکو ۴۰ کورونه د سيلابونو راوتلو له امله تخريب شوي. ترڅنګ يې په ترينکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې هم د خلکو شمسي هنداري چې ۲۷۵ دانو ته يې شمير رسيږي د تيزو بادونو له امله تخريب شوي دي.»

یو شمیر کروند ګر بیا وایي، چې بادونو او سیلابونو یې د سږ کال خواري ټوله له منځه یوړه.

حديث الله چې د ارزګان مرکز ترينکوټ اوسيدونکی دی اطلاعات روز تخ یې، داسې وویل:«زما ۲۶ داني شمسي هندارې چې د غنمو د اوبه کولو لپاره مو لګولې وې تيره ورځ تيز باد ماتې کړې موږ د څاګانو څخه د اوبو را ويستلو لپاره اوس هيڅ شی نه لرو کيدای شي زموږ کښتونه وچ شي.»

ورته مهال په ترينکوټ کې د تعليم اسلام راډيو د نشراتو مسول علي احمد درویش وایي، چې د توپاني بادونو له امله یې خپرونې دریدلي او د راډيو یو کارمند یې د شمسي هندارې رالویدو له امله ټپي شوی دی.

ارزګان کې داسې مهال د سیلابونو راوتلو خبر ورکول کېږي، چې په کابل کې د پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان وکړ چې تېره یوه میاشت کې د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.