کندهار کې يو ۱۰ کلن ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

په کندهار‌ ولايت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د محمد ادرییس په نوم هغه ماشوم يې د اختطاف کوونکو له منګولو ژغورلی چې څه موده وړاندې د دغه ولايت له عينو مينې ښارګوټي څخه تښتول شوی و.

د امنيه قوماندانۍ په وينا، ماشوم یې خپلې کورنۍ ته سپارلی او د دې قضیې په تور يې يو کس نيولی، چې د څیړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

د يو بل خبر له مخې بيا په کندهار کې د طالبانو امنيه قومانداني وايي، چې ۱۶ کلن ادريس احمد د وژل کېدو په تور يې د هغه  پنځه تنه ملګري نيولي دي.

د امنيه قوماندانۍ په خبره، يادو کسانو ادريس احمد د‌ بانډار (مجلس) په بهانه له کور څخه ايستلی او بيا یې وژلی دی.

شپاړس کلن ادريس احمد هغه تنکی ځوان و چې وړمه شپه د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې په ډزو وژل شوی و.

دا په‌ داسې حال کې ده چې د کندهار اوسېدونکي اوس تر بل هر وخت له وسله والې غلا او هدفي وژونو څخه سر ټکوي. هغوئ د طالبانو له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي څو ژر تر ژره د دې ډول امنيتي پېښو مخه ونيسي.