ګردېز ښاروالۍ: ښاري ماسټرپلان عملي کوو او پر وړاندې یې ټول خنډونه له منځه وړل شوي

د پکتیا ولایت ګردېز ښاروالۍ طالب چارواکي وایي، ښار ته د ځینو غځېدلو لویو لارو د بیا ترمیم ترڅنګ یې د ښاري ماسټرپلان عملي کېدو لپاره هم هڅې پیل کړي او پر وړاندې یې هیڅ خنډ نشته.

یاد ریاست تازه د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو سړکونو د پخېدو چارې پیل کړې، چې د طالبانو د ولایتي چارواکو په وینا د دغې پروژې په وړاندې یې ټول تخنیکي خنډونه له منځه وړي دي. 

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو والي محمد علي جان احمد وايي، په دغه ولایت کې د نیمګړو پروژو د بشپړېدو او په ځینو نورو یې د تازه کار پیل لپاره هڅې پيل کړې دي.

هغه وویل: «الحمد الله مونږ نن دلته په ښار کې د ښاري ماسټرپلان د یوې برخې ترسره کېدو لپاره د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو سړکونو د جوړېدو چارې پیل کړې او هغه خنډونه چې په تېر نظام کې د ښاري ماسټرپلان په وړاندې موجود و، اسلامي امارت له منځه وړي او په مسلسل ډول به پرې عملي کار ترسره کیږي،»

د ګردېز ښاروالۍ طالب مسوولین بیا وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د ښار په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړې او یا یې هم د ځینو چارې روانې دي.

د یاد ریاست ښاروال شریف الله الهام زیاتوي، چې د دې پروژو په تطبیق سره به د ښاروالۍ په عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

نوموړی وايي: «مونږ د موصلاتي لارو د ځینو برخو د بیا رغونې ترڅنګ چې په هماغه شاوخوا ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغی، ترڅنګ مو د ښار د ماسټرپلان کارونه هم پیل کړي دي او هڅه کوو، چې ښاري ماسټرپلان بشپړ کړو، د دې لپاره مونږ د دوو سړکونو قرار داد قدوسي شرکت ته په ۲۲ میلیونه افغانۍ ورکړی، چې په عملي کېدو سره به نه یوازې د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي، بلکې په عوایدو هم مثبت اغېز کوي.»

په ورته مهال بیا د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکي دا ډول پروژې د ښاري پراختیا لپاره اړیني بولي او په ښه کیفیت یې ټینګار کوي.

په دې اړه یو تن قومي مشر محمد ظاهر اطلاعات روز ته وویل: «مونږ خوښ یو چې ښار منظم شي او لا پراختیا پیدا کړي، خو هغه مالکانو سره چې ښاروالۍ ریاست کومې ژمنې کړې هغه باید عملي شي، ځکه د ځینو په کې کورونه نړیدلي او د ځینو مارکېټونه، نو په دې برخه کې باید ښاروالۍ جدي پام وکړي.»

په ګردېز ښار کې د پلې کېدونکې پروژې لپاره ځینې کورونه او مارکېټونو هم نړول شوي دي، خاوندان یې وايي، ښاروالۍ ریاست دې په بدل کې ورسره کړې ژمنې عملي کړي.