ننګرهار کې د استقلال په نوم د طالبانو راډیو خپرونې پېل کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د «استقلال» په نامه د طالبانو د سرپرست حکومت اړوند یوې نوې راډیو فعالیت پیل کړ.

 ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي نن (سې شنبه، ۶ دغویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،چې د ننګرهار ولایت کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو اړوند په درېيمې پلې لېوا کې د استقلال په نوم يوې نوې راډيو خپرونې پېل کړې.

نوموړی وايي، دا راډيو به د« اف ام» پر ۸۸،۵ څپو خپرونې کوي او د یادې راډیو له لارې به د اسلامي خپرونو ترڅنګ د قول اردو د فعالیتونو په اړه ولس ته معلومات خپرېږي.

د یادونې وړ ده چې د تیر جمهوري حکومت پرمهال پر دې «اف ام» څپې د بیان په نامه یوې حکومتي رادیو خپرونې کولې.