انځور:۸صبح ویب پاڼه

نبیل: ملا عمر د آی ایس آی په همکارۍ د اختر منصور له خوا به تدریجي ډول وژل شوی

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د کره اسنادو له مخې د طالبانو بنسټګر ملا محمد عمر په تدریجي ډول د خپل ځای ناستي ملا اختر محمد منصور له خوا د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) په همکارۍ وژل شوی دی.

نوموړي نن (سه شنبه، ۶ د غویي) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې له دې موضوع څخه د طالبانو مشرتابه غړي ملا حسن اخند، د دې ډلې اوسنی لومړی وزیر، ملا عبدالحکیم اخند او ملا منان اخند هم خبر لري.

نبیل لیکلي، چې د ملا عمر مړینه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د ملي امنیت ریاست له خوا د هغه له مړینې دوه میاشتې وروسته په ډاګه شوه.

نږدې یوه لسیزه وروسته، طالبانو دوه ورځې وړاندې د ملاعمر د مرګ لامل د هغه د نهم تلین لمانځ غونډه کې نری رنځ وښوده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د دې ډلې بنسټګر د نري رنځ له امله مړ شوى، ځکه چې درمل او درملنې ته يې لاسرسى نه درلود. هغه ملا عمر «شهید» وباله.

مجاهد د ملا عمر د مړینې دقیق ځای په ډاګه نه کړ، خو ټینګار یې وکړ چې هغه تل په افغانستان کې و.

دا په حال کې ده چې د افغانستان پخواني حکومت  به ویلې، چې ملا محمد عمر د خپل ژوند وروستي دوه کاله په پاکستان کې تېر کړي او هلته د پاکستان د جنوبي ښار کراچۍ په یوه روغتون کې په مرموز ډول مړ شوی دی.

د ملا عمر له مړینې وروسته ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشر شو. د هغه ټاکل کېدل د طالبانو تر منځ داخلي کړکېچونه راوپارول، او د اختر منصور په مخالفت کې د دې ډلې څخه یوه ډله بېله شوه.

څو میاشتې وروسته له هغې چې اختر محمد منصور په پاکستان کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو، هیبت الله اخندزاده د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو او د هغه څارونکي وايي چې هغه په ​​دې وتوانید چې د دې ډلې مشري بیا جوړه کړي.

خو ویل کیږي چې د طالبانو مشرتابه لا هم په دوو لویو ډلو ویشل کیږي: د حقاني څانګه چې اکثره یې ختیځ پښتانه دي او د ملا برادر څانګه چې کندهاري پښتانه دي. خو طالبان په خپل مشرتوب کې د ډلو ټپلو خبره ردوي او وايي چې یواځې یو مشر او رهبري لري.