پکتیا کې دوه وروڼه په یوه وسله وال برید کې وژل شوي

اطلاعات روز: تېره شپه ناوخته د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند «سعادت خیلو» سيمه کې دوه وروڼه په وسله وال برید کې وژل شوي.

د پکتيا ولايت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند عمر بدري نن (سه‌شنبه، ۶ د غویي) اطلاعات روز ته وويل، چې ياد دوه وروڼه د پخوانۍ شخصي دوښمنۍ له امله وژل شوي دي.

بدري زياته کړه، چې په دغه پېښه کې ښکېل يو تن يې هم نيولی دی، چې اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي.

پېښه کې د وژل شويو دوو وروڼو د کورنۍ غړي هم مني چې پخوا يې شخصي ستونزه درلوده، خو د دوی په خبره چې څو کاله وړاندې د خبرو له لارې حل شوې وه.

پکتيا کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د يو شمېر هدفي بريدونو پر مهال ځينې پېښې رامنځته شوي، خو د طالبانو مسوولين د دا ډول پېښو لامل شخصي دوښمني يادوي.