ترکیه کې د افغان کډوالو لاریون؛ « د افغانستان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپیژنئ»

په ترکیه کې د هزاره ګانو کلتوري او پیوستون ټولنې او یو شمېر افغان کډوالو په افغانستان کې د هزاره ګانو د وروستيو «هدفي وژنو» په غبرګون کې لاریون وکړ.

په ترکيه کې د هزاره ګانو د کلتوري او پيوستون ټولنې مشر دُرمحمد صالحي وويل چې د لاريون موخه یې افغانستان کې د هزاره ګانو د «نسل وژنې» په تړاو د ترکي میشتو هزارګانو کرکه او غبرګون پارول دي.

لاریون کوونکو د هزاره ګانو د «نسل وژنې» رسمیت پیژندلو او ددې جنایت د پای ته رسولو شعارونه په لاس کې درلودل.

دوی پر نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د «هزاره ګانو پر وړاندې خونړي او هدفي بریدونه، د سلګونو زده کوونکو او لمونځ کوونکو قتل عام، د نجونو پر زده کړو بندیز او د سیستماتیک تبعیض د دوام» مخنیوی وکړي.

دغه راز لاریون کوونکو ملګري ملتونه هم تورن کړل چې د هزاره ګانو د «نسل وژنې» پر وړاندې چوپه خوله دي.

افغانستان په دې وروستیو کې د خونړیو بریدونو شاهد و، چې زیاتره یې هزاره ګان په نښه کړل. دا ډول بریدونه په دې وروستیو کلونو کې څو ځلې شوي او د یو شمیر فعالانو لخوا د هزاره ګانو او شیعه ګانو «نسل وژنې» یاده شوې.

ترکیه کې د افغان کډوالو لاریون