ارزګان کې د ملي بیرغ مینوال ډیر شوي او د پخوا په پرتله زیات پلورل کېږي

اطلاعات روز: ارزګان کې بیرغ پلورنکي وايي، که څه هم په افغانستان د ملي بیرغونو پر استعمال بنديز لګيدلی، خو د پخوا په پرتله د ملي بیرغ مېنوال زيات شوي او ډير خلک یې اخلي.

د ارزګان مرکز ترينکوټ کې يو هټوال د نوم نه ښودل په شرط  اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته دوی انديښمن وو، چې که ملي بیرغونه د طالبانو لخوا بند شي نو په هټيو کې پاتې بیرغونه به ورباندي تاوان شي، خو زياتوي چې د طالبانو تر بیرغ  د ملي درې رنګه بیرغ مينوال زيات شوي او ډير کسان اوس له دوی څخه ملي بیرغونه پيري.

دی وايي، په تيرو ۸ مياشتو کې یې زیات شمیر بیرغونه پلورلي چې په تېرو وختونو کې به په دغه شمیر یو کال کې هم نه پلورل کیدل.

د نوموړي په خبره دوی اوس د طالبانو د بیرغونو ترڅنګ ملي بیرغونه هم راوړي او پر خلکو يې پلوري.

د هغه په خبره چې ډير خلک په ښکاره د ملي بیرغ اخيستلو ته زړه نه ښه کوي خو په پټه له دوی څخه د ملي بیرغونو د اخیستلو غوښتنه کوي.

دی زیاتوي:«د پخوا په پرتله د ملي بيرغونو د پیر او پلور بازار ګرم شوي دی اوس ډير خلک ملي بیرغونه اخلي خو کله چې دلته راشي موږ ته پټ ووايي چې ملي بیرغ اخلمه که څه هم خلک ويره لري خو بیا هم موږ د تير په څير ملي بیرغونه اوس هم راوړو او پر خلکو يې پلورو.»

دوکانداران وايي، ملي بیرغ اوس زیات پلورل کېږي

دا خلک ملي بیرغونه څه کوي؟

واک ته د طالبانو رسيدو وروسته د ارزګان له ټولو دولتي ادارو اوعامه ځايونو څخه ملي بیرغونه ټول شول او لاهم په ښکاره ډول هيڅ بیرغ نه ښکاري.

محمد رحيم چې په ترينکوټ ښار کې د موټرو يو ورکشاف لري د اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې د جمهوري نظام ترسقوط وروسته يې پريکړه وکړه چې يو غټ ملي بیرغ واخلي او د خپل موټرو ورکشاف داخل کې یې راځوړند کري.

هغه وايي د نوموړي دغه ورکشاف ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي چې نيمه برخه کې طالبان وي خو زياتوي چې تراوسه پورې ورته چا د بیرغ کښته کولو نه دي ويلي.

نموړي وايي: «کله چې طالبان واک ته ورسيدل ما د خپل مستري خانې په پاي کې يو غټ ملي بیرغ پر ديوال راوځړوه اوس هم ځړيدلی تراوسه پوري ماته هيچا هيڅ هم د بیرغ په اړه نه دي ويلي.»

د ارزګان يو بل اوسيدونکي ظاهر شاه وايي پر افغانستان د طالبانو د واک ته رسيدو وروسته ده له ګڼو دفترونو او عامه ځايونو څخه ملي بیرغونه راټول کړل او د خپل کور په کوټو کې ځړولي دي.

هغه زياتوي چې ملي بیرغ د افغانستان ملي نښان دی اودی غواړي په ملي بیرغ په خپل کور کې مينه ماته کړي.

عامو خلکو ملي بیرغ خپلو کورونو ځړولی دی

د ظاهرشاه په خبره دده ګڼو ملګرو او خپلوانو په خپلو حجرو او کوټو کې ملي بیروغونه ځړولي دي.

نوموړی وويل:«کله چې طالبانو ارزګان ونيوه زه ولاړم د ډيرو دفترونو څخه مې ملي بیروغونه راټول کړل اوس مې په خپل کور کې هر کوټه کې لګولي دا زموږ ملي نښان دی او درناوی یې پکار دی.»

څه باید وشي؟

د چارو پوهان په دې نظر دي چې طالبان بايد ملي ارزښتونو ته ژمن اوسي او ټول هغه ملي ارزښتونه پر خپل ځای پريږدي چې د افغانستان هويت په کې خوندي وي.

په ورته مهال په ارزګان کې ميشت خلک د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې ملي ارزښتونه پر خپل ځای پريږدي او خلکو ته اجازه ورکړي چې خپل ملي ارزښتونو خوندي کړي.

د ترينکوټ يوه اوسيدونکي بسم الله حقيار وايي چې خلکو ته ملي ارزښتونه خاص ارزښت لري او طالبان دي خلک په دي برخه کې خپلو کارونو ته پريږدي.

طالبان په دي اړه څه نظر لري؟

افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نږدې اته میاشتې کېږي چې دا هېواد له دې دوو مهمو نښو بې‌برخې دی، په کور دننه او بهر په هېڅ ډیپلوماتیکه ناسته کې نه د افغانستان ملي سرود غږول شوی او نه هم د افغانستان بیرغ ایښودل شوی.

څه موده مخکي په خوست کې طالبانو پر ملي بیرغ بندیز لګولی او سرغړونکو ته یې د سختې سزا خبرداری ورکړی.

 د خوست له پاره د طالبانو والي مولوي محمد نبي عمري ویلي وه، ملي بیرغ د غلامۍ نښه ده او غوښتونکي یې «لنډغر» دي.

دطالبانو د دغو څرګندونو وروسته د افغانستان ملي تحریک ګوند مشر محمد اسمعیل یون پر خپل فیسبوک لیکلي و، چې ملي بیرغ د افغانانو ملي هویت دی او دا په هیڅ ډله، حکومت او زمان پورې تړلی نه دی.

یون ويلي: «زموږ ملي بیرغ هم ملي دی او هم اسلامي، د ټولو اسلامي تنظیمونو تر ځانګړو بیرغونو څو ځله زیات اسلامي دی. د ملي بیرغ سره د ملت روح او روان تړلی دی، هرڅوګ یې چې پر ضد څرګندونې کوي، د ملت له کرکې سره به مخامخیږي.»

تر اوسه د طالبانو رسمي دریځ نه دی راغلی چې ایا هغوئ رښتیا هم د ملي بیرغ مخنیوی کوي . خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یو شمېر رسینو سره په خبرو کې ویلي و، چې د ملي بیرغ په اړه به بریکړه په لویه جرګه کې کیږي.