کندهار ولايت کې د سروزرو پېر او پلور کې پنځوس سلنه کموالی راغلی

اطلاعات روز: په افغانستان کې له بېکارۍ او غربت سره، سره د زرو کاروبار هم کم شوی او مخ به ځوړ روان دی.

کندهار يو له هغو ولايتونو دی چې اوس‌مهال پکې د سرو زرو پلورونکي (زرګران) د زرو له ساړه بازار څخه خبره کوي.

دغه ولايت ته تر ډېره حده پوري له پاکستان او دوبۍ څخه سره زر «طلا» را وارديږي.

د دې ولايت زرګران وايې، د پروسږکال په نسبت سږکال د سروزرو په بازار کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

 د سروزرو پلورونکو وایي، کومو کسانو چې به پخوا له دوی څخه سره زر رانيول هماغه خلک اوس د خپل کور سره زر (طلا) دوکان پر دوکان ګرځوي تر څو یې وپلوري.

په کندهار کې د سرو زرو د ګاڼو يو تن پلورونکی احمد شکیب اطلاعات روز ته وویل، چې اوس وخت په کندهار کې د سرو زرو کاروبار پنځوس سلنه لوېدلی دی، خو په خبره يې نورو وختونو ته په کتو بيا هم ګذاره کوي.

شکیب وويل، د طالبانو د حکومت لومړۍ شپې او ورځې دي نو ځکه یې د کارونو خوند نشته او د سروزرو کاروبار ګټه نه ورته کوي.

دی وايي، که د تارياکو پيسې بازار ته را ووځي نو د نورو نورو برخو تر څنګه به د سروزرو پر کاروبار هم مستقيمه اغېزه وکړي.

خلکو مخکې سره زر اخیستل اوس د بې کارۍ له امله د خپل کور سره زر پلوري

دهغه په خبره، «په پخوا وختونو کې خو داسې و چې هر چا به په واده کې ناوې ته يو يا هم دوه د سرو زرو امېلونه ورکول هغه خلک اوس هم پيسې هم لري مګر د سرور زرو د امېل پر ځای د سرو زرو ګوتمۍ يا کوچني ګلان خپل د کور ناوې ته رانيسي هغه هم هغه ګوتمۍ يا ګلان چې ټول قيمت يې پنځه زره کالدارې وي، اوس نو ته خپله فکر وکړه چې اصلي لامل يې چيرې دی، که په افغانستان کې لږ هم د کاروبار څرخ ايله شي نو دلته هتمن زموږ کارونه سمېږي.»

دغه زرګران تر ډېره پورې د خپل کاروبار د نه شتون لامل د خلکو په خراب اقتصادي وضعيت یادوي.

د کندهار په کابل بازار کې د‌ سرو زور د يوه پلورنځي مسوول احمد جواد اطلاعات روز ته وويل، چې اوس څوک سره زر نه رانيسي ځګه د خلکو اقتصادي حالت دومره نه دی ښه چې سره زر واخلي.

جواد وايي، د سرو زرو د نرخونو پورته کېدل د خوارکي او نورو توکو قيمتونو سره نيغ په نيغه اړيکه لري.

د هغه په خبره، چې د سرو زرو قيمتونه ډېر ژر پورته کېږي خو کله چې بېرته دغه نرخونه خپل عادي حالت ته راکښته کېږي کلونه وخت نيسي.

کندهار کې د سرو زرو نرخ پورته شوی او بازار یې هم سوړ شوی

نموړي زیاتوي:«هيڅوک پيسې نه لري، د نوي رژيم په راتلو سره ټولو خلکو خپلې پيسې له افغانستان څخه ايستلي، په عموم کې د افغانستان ټول کاروبار ولاړ دی، هغه که د زرو دی او که نور، ټول خراب شوی، اوس وخت د دې پر ځای چې خلک زموږ څخه سره زر رانيسي دوی یې خرڅوي، داسي خاص خلک نه راځي چې زموږ څخه يو امېل وپیري يا یو ګران قيمته جنس راونیسي بس ټول په هغه ارزانه اجناسو پسې ګوري او را نيسي يې.»

دغه راز د سرو زرو په همدې مارکېټ کې د سيد احمد په نوم يو بل دوکاندار وایي، وروستي بدلونونو د‌ سرو زرو پر کاروبار ډېره اغېزه کړې چې ورسره يو وخت سره زر ګران شوي خو د خلکو تقاضا کمه شوې ده.

سيد احمد وايي، د‌ کندهار ښار د خلکو ترڅنګ اوس ورته د سپين بولدک او نورو ولسواليو خلک هم د خپل کور د سرو‌ زرو ګاڼې د خرڅلاو له پاره ور وړي.

د هغه په خبره، «سره زر اوس پورته شوي، څومره چې ډالر په بازار کې ګرانيږي هغومره سره زر هم ورسره پورته کېږي، دا نن ډالر ګران شوی او سره زر هم ورسره ګران شوي دي، دا ځکه ګرانيږي چې په نړيواله کچه د سرو زرو ټول کاروبار په ډالر کېږي نو ځکه ډالر او سره زر ژورې اړيکې سره لري.»

يو کس چې له خپلې کورنۍ سره يو ځای د سروزرو په پلور پسې راغلی او نه غواړي چې نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وويل، پخوا ده او ميرمنې دواړو دندې درلودې خو اوس دواړه بېکاره دې نو ځکه د کور سره زر خرڅوي.

هغه وايي، اقتصادي حالت يې د نورو افغانانو تر حالت ډېر خراب دی او مجبورۍ دې ته اړ ايستلي څو له مېرمنې سره يو ځای دغه مارکېټ ته راشي او سره زر وپلوري.

د‌هغه په خبره، «چې اوس وخت په کندهار او په ټول افغانستان کې خلک بې کاره دي، نوی دولت بايد کار زمینه ورته برابره کړي تر څو کدرونه پر کار شي او د فقر لمن ور ټوله کړي، زه خو مجبوره يم چې د کور طلا خرڅه کړم ځکه کورنۍ ډوډۍ راڅخه غواړي او زه بېکاره يم، يوازي زه نه دلته په لسګونه زما په رقم خلک راځي او خپل د کور سره زر خرڅوي.»

په همدې حال کې د کندهار ولايت د زرګرانو د اتحاديې مسولين وايي، که څه هم د سرو زرو کاروبار نشته خو بیې مخ پر لوړېدو دي.

د ډالرو پورته کیدو سره سره زر هم پورته شوي

د هغوئ په خبره، افغانستان يواځینی هېواد نه دی چې سره پکې ګران شوي بلکې په هند، ايران، دوبۍ او نورو هېوادونو کې هم دغه حالت پر ټولو زرګرانو راغلی دی.

د کندهار ولايت د زرګرانو د اتحاديې مرستيال حاجي احمد شکيب وايي، چې طالبانو د حکومت راتګ د دوی پر کاروبار مستقيمه اغيزه کړې خو بيا هم دوی کوښښ کوي چې په مارکيټ کې د سرو زرو نرخ د خلکو تر تقاضا لوړ نه شي.

هغه وايي، څنګه چې اوس وخت د افغانستان د خلکو اقتصادي وضیعت ګډوډ شوی همداسې يې د سرو زرو پر کار هم تاثيرات کړي.

د‌ شکیب په وينا، چې وروستي بدلونونو يې پر کاروبار منفي تاثيرات اچولي او ورسره د سرو زرو کاروبار پنځوس سلنه لوېدلی دی.

هغه وويل، «په عموم کې چې په هر هېواد کې دغه ډول په لوړه کچه تحولات راشي د خلکو پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي، په تېرو درې کلونو کې د طلا نرخ دومره نه و پورته شوی لکه څنګه چې موږ تمه درلوده خو بيا هم تمه لرو چې دغه ستونزې حل شي او د سرو زرو کاروبار هم بيرته د پخوا په شان ښه شي.»

شکیب وويل، چې د سرو زرو بيه اوس وخت دوه ځلې تر پخوا پورته شوې ده، د ده په وينا پخوا به چې يو ګرام طلا په په درې نيم يا څلور زره وه اوس په پنځه نيم يا شپږ برابره لوړه شوې ده.

افغانستان يوازني هېواد نه دی چې د سرو زرو نرخونه پکې د پورته کېدو په حال کې دي بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم له مالي بحران سره يو ځای اوس د سروزرو بازار لوړ شوی او ورسره يو ځای يې وړو سوداګرو ته صدمه رسولې ده.

د‌ يادونې ‌وړ ده چې په کندهار کې د محلي رسم او رواج له مخې هر هغه څوک چې کوژده کوي او يا يې هم واده وي بايد خپل د کور ناوي ته سره زر «طلا» په تحفه کې ورکړي.