طالبان: موږ نړیوالو ته ژمنه ورکړې چې افغانستان هیڅ وخت هیچا ته ګواښ نه دی

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د غویي اتمې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وویل، چې د افغانستان خاوره هیڅ وخت هیچا ته په تېره ګاونډیانو ته ګواښ نه دی او له هغوئ هم همدا تمه لري.

حقاني زیاتوي: « موږ د سوله ییزې لارې د قدریت لیږ غوښتنه کوله، مګر د هیواد دښمنانو داسې ونه غوښتل، او کله چې د کابل نظم خراب شو اسلامي امارت ځواکونو ته امر وشو چې کابل ښار ته داخل شي.»

نموړی وایي، طالبان په خپل نظام کې ښې طرحې او نظریې لري او اوس وخت کې د افغانستان په اړه ذهنیت داسې جوړ شوی چې دا یو نا امنه هیواد دی.

طالبانو د غويي اوومه ورځ و غندله او دا ورځ یې د افغانستان د بد بختۍ د پیل ورځ وبلله او د ثور اتمه یې د ازادۍ او د « ښکیلاک ګرو» پر وړاندې د بریا ورځ یاده کړه.

د طالبانو د لومړي وزیر دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: « د افغانانو د ستونزو اصلي لامل د ثور د اوومې کودتا وه.»

خنفي په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې طالبان د هیواد والو لپاره هیڅ کوم تور لیست نه لري او نه کوم افغان د طالبانو په تور لیست کې شته او په بهر کې میشتو افغانانو یې غږ وکړ چې هیواد ته راستانه شي او د هیوا په ابادۍ کې برخه واخلي.

ورته مهال بیا د طالبانو ضد مقاومت جبهې د ثور د اتمې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، «لکه څنګه چې پرون د افغانستان ولس د سرو لښکرو پر وړاندې ودرېد، نن به هم چوپه خوله پاتې نه شي او د تور تيري کوونکو پر وړاندې به هم ودریږي.»

د یادونې وړ ده چې د ثور اتمې نمانځغوندې کې  کابل کې د طالبانو د والي په ګډون یو شمیر نور طالب چارواکو هم ګډون کړی وو، او هر یو په خپل وار د ثور د اوومې او اتمې ورځې غندنه او ستاینه وکړه.