خوستي ځوانانو د وروستیو پیښو قربانیانو«هزاره او وزیرستاني بې ځایه شوو» فاتحه واخیسته

اطلاعات روز: خوستي ځوانانو په مرکز «تڼيوال» پارک کې هیواد کې د وروستیو پیښو قربانیانو«اهل تشيعو او وزيرستاني بې ځایه شویو» لپاره د فاتحې مراسم ونیول او د «مونږ مه وژنئ» تر عنوان لاندې يې د پاکستاني پوځيانو او نورو وسله والو مخالفينو له لوري د ملکي وګړو وژنه ښکاره جنايت وباله.

خوستي ځوانانو د روژه ماتي پر مهال په هزاره ګانو بريد له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بولي او دا يې په افغانستان کې د مذهبي تفرقې رامنځته کولو لپاره ښکاره لاس وهنه وبلله.

دوی همدا راز په افغان خاوره کې په وزيرستاني بې ځای شویو د پاکستاني پوځيانو بريدونه وغندل او د طالبانو له حکومت يې غوښتنه وکړه، چې د پاکستاني حکومت دا ډول ښکاره لاس وهنو مخه ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په کابل او مزارشريف کې د چاودونو پر مهال ګڼ هزاره وګړي ټپيان او ووژل شول، چې دې پېښو په کور دننه او بهر کلک غبرګونونه را وپارول.