مزارشريف کې غبرګې چاودنې؛ ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي

د بلخ ولایت امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د هزارګانو په سیمه کې د دوو جلا چاودنو له امله لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري اطلاعات روز ته وویل چې نن(پنجشنبه، ۸ د ثور) ماښام ۷:۰۰ بجې د مزارشریف ښار په درېیمه او لسمه حوزه کې دوه چاودنې شوې دي.

وزيري وويل، چې چاودنې په دوو مسافر وړونکو موټرو کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغو دوو چاودنو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.  وزیري زیاتوي ښايي دا شمیرې لوړې شي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند منلې ده چې وژل شوي کسان شیعه ګان دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

نږدې یوه اونۍ وړاندې په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د تېرې اونۍ چاودنې مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.