ننګرهار کې د هاوان يوې زړې سرګلولې چادونې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ ځایي اوسیدونکي سید اشرف نن (شنبه، ۱۰ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ د یادې ولسوالۍ په «ککړک» سيمه کې یوې زړې ناچاوده سرګلولې پر ماشومانو چاودنه کړې، چې له امله یې یوې کوچنۍ نجلۍ ژوند بایللی او یوه میرمن او درې نور ماشومان ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، پېښه هغه مهال شوې، چې ماشومانو یوه زړه ناچاوده مرمۍ موندلې او غوښتل یې کور ته یې یوسي، چې لارکې پرې چاودلې ده.

ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودنې له کبله وخت ناوخت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې رامنځته کېږي چې ډېرى وخت يې قربانيان ماشومان وي.