کابل کې د صوفیانو پر خانقاه برید؛ د تلفاتو شمیر لوړ شوی: ۶۶ تنه وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي

رویټرز خبري اژانس کابل کې د یوې روغتیايي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې پرون په کابل کې د صوفیانو پر جومات او خانقاه  برید کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي دي.

پرون ماسپښین (جمعه، ۹ د ثور) د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند د علاءالدین درې لاره کې د سني مذهبو صوفيانو پر یوه جومات او خانقاه (خلیفه صاحب خانقاه) برید وشو.

تر اوسه ددې برید نوعیت نه دی په ډاګه شوی، خو د خانقاه مشر سید فضل اغا له پېښې څو ساعته وروسته رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې «شاید یو ځانمرګی بریدګر له موږ سره جومات کې یوځای شوی وي او چاودنه رامنځته شوي وي.»

هغه دا هم ویلي و، چې په بريد کې د ده وریرونو په ګډون تر ٥٠ زيات کسان وژل شوي دي. عیني شاهدانو له ۷۰ څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو او لسګونه نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

تر اوسه کومې ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. طالبانو دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې برید کې۱۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي. دغه برید هم یو شمیر غبرګونونه راوپارول. ملګرو ملتونو د صوفیانو پر خانقاه برید په قومي او مذهبي لږکیو د بریدونو دوام بللی او د هغې پر دوام یې اندېښنه ښودلې ده. امریکا، ایران، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو دا برید غندلی دی. په تېرو لسو ورځو کې په کابل، بلخ او کندز کې د ښوونځیو، جوماتونو او مسافر وړونکو موټرو په ګډون شیعه ګان او صوفيان د خونړیو بریدونو موخه  ګرځېدلي دي. په بریدونو کې د زده کوونکو او عبادت کوونکو په ګډون لسګونه کسان ته مرګ ژوبله اوښتې.