SM

توماس وېسټ: افغانستان کې د تېرې ورځې او تېرې اونۍ بریدونو عاملین باید په سزا ورسیږي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د یوه ټویټ له لارې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند جومات کې برید غندلی، او ویلي یې دي چې ددې چاودنې او په تېرو اونیو کې دشویو چاودنو عاملین باید ونیول شي او په سزا ورسیږي.

ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې « یوناما» دیوې اعلامیې له لارې د جمعې ورځې برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې په دې برید کې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي او دهغوئ کورنۍ هم اغیزمن شوي دي.

یوناما نه دي ویلي چې د ملګرو ملتونو کارکونکي څه ډول اغیزمن شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې د صوفیانو جومات د ملا امام په خواله راپور ورکړی چې د تېرې ورځې برید کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي دي. خو عیني شاهدان بیا وايي، برید کې ۷۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

هم مهاله د کابل امنیه قومندانۍ د پلازمینې شپږمه امنیتي حوزه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۰ تنه او د ټپیانو شمیر تر ۳۰ پورته ښودلی دی.

دغه چاودنه د کابل دارالامان سیمه کې د صوفیانو خلیفه صاحب جومات کې پرون ماسپښین وشوه.

تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

په دې وروستیو کې دا دویم برید دی چې د صوفیانو حانقاه په نښه کوي.

په وروستیو لسو ورځو کې په کابل بلخ او کندز ولایتونو کې په ښوونځو، جوماتونو او مسافر وړونکو موټرو کې شیعه ګان او صوفیان د خونړیو بریدونو موخه ګرځیدلي دي.