ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان شکایت «بابېزه ګڼل شوی»

پاکستاني رسنیو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم له خولې ویلي، چې د امنیت شورا له لوري د دغه هېواد پر وړاندې د افغانستان شکایت له پامه غورځول شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د خوست او کونړ ولایتونو په ځینو برخو د پاکستان د هوايي بریدونو له امله چې لسګونه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

د پاکستان راډیو نن (دوشنبه، ۱۲ د ثور) په یوه راپور کې لیکلي، چې په ملګرو ملتونو کې د دوی استازي په یوه بیان کې ویلي چې فایق، «د هیچا استازی ندی او د افغانستان په استازولۍ د خبرو کولو لپاره ځای نه لري». ددغه راپور له مخې د افغانستان شکایت هم ندی منل شوی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ اوس د حکومت د یوه پخواني ډیپلوماټ په لاس کې ده؛ دا ځکه چې دغه سازمان تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د پاکستان پر ضد د شکایت ثبتولو سره سم، پر افغان خاوره د پاکستان د پوځ بریدونه د هېواد له هویت څخه سرغړونه بللې او ملګرو ملتونو د منشور اصولو سره سم یې د دې بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې وه.

دغه بريدونه د حمل مياشتې په وروستيو کې د خوست «سپېرې» او کونړ «شلتن» ولسواليو په څو کليو وشول او د فرضي کرښې اوږدو کې يې د استوګنې کورونه په نښه کړي دي.

د طالب چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي.  ویل کیږي چې په قربانیانو کې اکثره ښځې او ماشومان دي.