فاریاب ولایت کې ځایي سرچینې وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو او مرکز کې د سېلابونو راوتلو له امله ۶۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
باختر دولتي خبري آژانس د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له قوله خبر ورکوي، چې په دې پيښه کې شپږ تنه مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي.
د راپورونو له مخې لسګونه څاروي له منځه تللي او زرګونه جريبه کرنیزه سیلاوونو وړې او د ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو د سرپرست حکومت طبعي پیښو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې د ثور له ۱۱مې تر نن ورځې (چهارشنبه، ۱۴ د ثور) په ۱۰ ولایتونو کې «له ۱۸ تر ۲۰ پورې کسان» مړه شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونو کې سخت بارانونه وشول. د هوا پېژندنې ادارې په ۲۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو، بادونو او سېلابونو خبرداری ورکړی.