اطلاعات روز: د کوچني اختر په تېرو درییو ورځو کې ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله له سلو زیات کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د سیمهییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر نن (چهارشنبه، ۱۴ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د کوچني اختر په تیرو درییو ورځو کې د کابل-جلال اباد، کونړ-جلال اباد، تورخم-جلال اباد او د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو له امله ۱۳۲ کسان په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شوي، چې زیاتره یې نوي ځوانان دي.
نوموړی زیاتوي چې تراوسه د یادو ترافیکي پېښو له امله څوک نه دي مړه شوي، خو ګڼ شمیر ټپیان یې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي.
سنګر زیاته کړه: «د کوچني اختر په تیرو ۳ ورځو کې د ننګرهار ولایت د لویو لارو سربیره له ولسوالیو او نورو سیمو څخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ۱۳۲ تنه ټپیان راوړل شوي، چې زیاتره یې ځوانان دي خو کوم کس تراوسه د یادو ترافیکي پېښو له امله نه دی مړ شوی.»
هر کال د اختر په شپو او ورځو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمیر هیوادوال ژوند له لاسه ورکوي، چې لامل یې د ترافیکي اصولو نه مراعتول، ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی دی.